Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د پاکستان حکومت د پېټرولو او ډيزلو بيې ټيټې کړي دي

0
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف بېګاه خلکو ته په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل ، دا پرېکړه یې په نړیوال بازار کې د تېلو بیو له کمېدو سره سمه کړې.


نوموړي وويل: "د یو لیټر ډیزلو بیه ۴۰ روپۍ ۵۴ پیسې کموو او د یو لیټر پېټرولو نرخ ۱۸.۵۰ روپۍ کموو."


د شهباز شریف له اعلان سره سم، د یو لیټر ډیزلو بیه ۲۳۶ روپۍ او د پېټرولو هغه شاوخوا ۲۳۰ روپۍ ته ښکته شوې ده.


د پاکستان حکومت د مې له وروستۍ اوونۍ راهیسې د روانې میاشت تر لومړۍ نېټې پورې څلور ځلې د تېلو بیې لوړې کړې.


هغه مهال حکومت ویلي وو چې هغه کار د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د شپږ میلیارده امریکايي ډالرو د پور پروګرام د شرطونو پوره کولو لپاره اړین وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса