Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د افغان حاجيان لومړۍ ډله بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه

0
د طالبانو د حکومت د حج او اوقاف وزارت وايي، د افغان حاجیانو لومړۍ ډله پرون مازدیګر کابل ته ورسېده.


د دغه وزارت له اعلامیې سره سم، کابو ۷۰۰ افغان حاجیان په دوو الوتکو کې له جدې څخه کابل ته ورسول شول.


افغان حاجیان د اریانا افغان هوايي شرکت او کام اییر په الوتکو کې سعودي عربستان ته بیول شوي وو او د حج او اوقاف وزارت په وینا د همدغو هوايي شرکتونو په الوتکو کې بېرته افغانستان ته ولېږدول شول.


سږ کال له افغانستان څخه ۱۳ زره ۵۰۰ تنه د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته لاړل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса