Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

‏له افغانستانه چین ته د جلغوزو، بادامو او مرخېړیو صادرات زیاتېږي

0
‏له افغانستانه به چین ته د جلغوزو، بادامو او مرخېړیو صادرات زیات شي.


د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره دا او دې ته ورته مسایلو باندې خبرې کړي.


وزارت وړاندې لیکلي، چې دواړو خواو د سوداګرۍ په پیاوړتیا، ټرانزیټ او همداراز د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د نویو فرصتونو په رامنځته کېدو بحث کړی دی.


د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وړاندې لیکي، چې په دغه ناسته کې چین له افغانستان سره د صاداراتو په برخه کې د زیاتې همکارۍ ژمنه کړې.


دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې له دې وړاندې په کابل کې د چین سفیر د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره افغان سوداګرو ته د چین د ویزو د ورکړې په برخه کې د پرتو ستونزو د حل ژمنه کړی وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса