طالبانو په بېلابېلو برخو کې د مالیزیا د پانګونې غوښتنه کړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ناوخته په خپل ټوېټر ولیکل، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دې اړه د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار احمد اعظم عبدالرحمن سره په کابل کې لیدلي.
په توېټ کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، اقتصادي پرمختګ او دغه شان د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.
په خبر کې راغلي، مالیزیايي پلاوي طالب چارواکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړي او ویلي، چې دوي به خپلې اړیکه له افغانستان سره روانې ساتي.
دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې له دې وړاندې د طالبانو حکومت په مشرۍ د افغانستان بانک ویلي و، هڅه کوي څو د افغانستان په ټولو بانکونو کې به د اسلامي بانکدارۍ سیستم دود کړي.
