Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

نن په تهران کې افغان او ايراني صنعت کاران غونډه لري

0
د افغانستان د صنعتي پارکونو ټولنه وايي، یو شمېر صنعت کاران نن په ایران کې د دې هېواد له صنعت کارانو سره ناسته لري.


د دغې ټولنې مشر عبدالجبار صافي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، په یاده ناسته کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکي ستونزې، له ایران نه افغانستان ته د خامو موادو صادرول او دغه شان د صنعت په برخه کې د نورو فرصتونو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه وشي.


صافي وویل، په افغانستان کې صنعت کاران اوس د خامو موادو د ترلاسه کولو او د بانکي خدماتو په برخه کې ستونزې لري، چې د حل لپاره یې اغېزمن ګامونه نه دي پورته شوي. 


د نوموړي په خبره، افغان صنعت کاران نه شي کولای د پخوا په څېر خپلو فابریکو ته خام مواد په اسانۍ سره له نورو هېوادونو وارد کړي.


وروسته له هغې، چې طالبان په افغانستان بیاځلي واکمن شول، د نورو برخو ترڅنګ افغان صنعت کاران هم له ګڼو ستونزو سره مخ شول چې د دوی په وینا تر اوسه یې ستونزې نه دي حل شوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса