Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

روسیه په اوکراین کې د خپلو پوځي عملیاتو دوهم پړاو ته ځان چمتو کوي

0
اوکرایني چارواکي وايي، روسیه په اوکراین کې د خپلو پوځي عملیاتو دوهم پړاو ته ځان چمتو کوي.


د اوکراین پوځي چارواکو دا خبره داسې مهال وکړه، چې مسکو ویلي ځواکونه به یې په ټولو عملیاتي ساحو کې خپل پوځي عملیات شدید کړي.


په وروستیو ورځو کې د روسیې د میزایلو او نورو توغندیو حملې د اوکراین په ګڼو ښارونو کې سختې شوي، چې د کییف په وینا په لسګونو کسان یې په نتیجه کې وژل شوي دي.


د اوکراین د پوځي استخباراتو ویاند وادېم سکي­بیڅکي ویلي، دا د روسیې له خوا له هوا او سمندر یوازې د میزاییلو حملې نه دي، بلکې د ده په وینا د جګړې له ټولې لومړۍ کرښې د توپونو انداختونه هم دي.


د ده په وینا د جګړې په ټوله لومړۍ کرښه کې د دوی د دښمن فعال حضور تر سترګو کېږي او یقیناً چې د روسیې له خوا د عملیاتو دوهم پړاو ته چمتووالی روان دی.


د اوکراین پوځ ویلي داسې ښکاري، چې روسیه د سلوویانسک پر لوري د پوځي عملیاتو په هدف د خپلو قطعاتو په بیا راغونډولو بوخته ده.


دا په سمبولیک لحاظ هغه مهم ښار دی، چې د اوکراین په ختیځ دونیڅک کې لا هم د اوکراین په کنټرول کې دی.


بلخوا د بریتانیا دفاع وزارت نن یکشنبه ویلي، چې روسیه په هغو سیمو کې د خپلو دفاعي سنګرونو په تحکیماتو بوخته ده، چې اوکراین په جنوب کې یې اشغال کړي دي.


اوکراین وايي، په وروستیو درېیو ورځو کې پر ښاري سیمو د روسیې په راکټي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.


په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په امر جګړه چې د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شوې په وروستیو کې شدیده شوې ده.




روسیه چې په اوکراین کې خپلې جګړې ته د ځانګړو پوځي عملیاتو نوم ورکوي وايي، په دې جګړې له داسې وسلو کار اخلي چې اهداف په دقیق ډول ولي او هدف یې اوکراین د پوځي وړتیا کمزورې کول دي.


ملګرو ملتونو ویلي، چې د اوکراین په جګړه کې تر ۵۰۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او تر ۶۵۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.


خو روسیې د اوکراین په جګړه کې د ملکیانو د وژل کېدو راپورونه په وار- وار رد کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса