Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

په باميان، هرات او مزار کې د بډمنټون غوراوي سيالۍ پيلېږي

0
په باميانو، هرات او مزار شریف ولايتونو کې د بډمنټون غوراوي سيالۍ پيلېږي.


د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه کې سره له دې چې د دغو سیالیو د پیل او دا چې څو لوبډلې به په کې ګډون ولري څه نه دي لیکلي، خو په وینا یې د دې سیالیو په ترسره کولو سره به ملي لوبډلې ته غوره استعدادونه لار ومومي.


د دې ریاست د معلوماتو له مخې، په کابل کې ډېر لوبغاړي د بډمنټون په تمريناتو بوخت وو، چې د دغې برخې فدراسیون د هڅو په پایله کې وړ استعدادونو ته د کابل په غوراوي لوبو کې د ګډون بلنه ورکړل شوه.


د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو پر بنسټ له یادو درېیو ولایتونو وروسته به دغه لړۍ په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса