Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د افغانستان د ١٩کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې د اسیا لوبو ته چمتوالی پیل کړی

0
د افغانستان د ١٩کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ لپاره په چمتوالي بوخته ده.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، ټاکل شوې چې د هېواد د ١٩کلنو ملي لوبډله د ٢٠٢٢ کال اګست میاشتې له ٣ څخه تر ١٣نېټې پورې د مرکزي اسيا اتلولۍ سيالو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته سفر وکړي.


دغه فدراسیون که څه هم د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې خو افغانستان په دغو سياليو کې له ايران، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان سره لوبې کوي.


د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ به د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې مرکزي لوبغالي کې ترسره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса