Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د ماليزيا یو شمېر سکتوري ادارې له افغان پانګوالو سره خپلې تجربې شریکوي

0
د مالیزیا هېواد ۱۰ سکټوري ادارې غواړي په افغانستان کې له افغان پانګوالو او  یوشمېر سکټوري ادارو سره خپلې تجربې شریکې کړي.  


د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل تویټر پاڼه لیکلي، چې دواړو خواو په همدې موخه نن دوشنبه په کابل کې درې ورځیني ورکشاپ پیل کړی.  


د وزارت په خبره، دغه ورکشاپ په پرانیست غوڼده کې، دواړو خواو ټینګار کړی چې یاد ورکشاپ به د سوداګرۍ او همداراز د پانګونې په برخه کې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړي.


 سره له دې چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغو سکټوري ادارو نومونه نه دي لیکلي خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار سره  په افغانستان کې د اسلامي بانګدارۍ  په برخه کې د همکارۍ او دغه شان په نورو سوداګریزو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса