Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

کندهار: د اوبو درې بندونه رغول کېږي

0
په کندهار کې د طالبانو سيمه‌ييز چارواکي په دې ولایت کې د اوبو د دریو بندونو د رغونې د پیل خبر ورکوي.


د طالبانو یوه سیمه‌ييز مشر ملا عبدالخالق باختر خبري اژانس ته ویلي چې دا بندونه په شاه ولي کوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې رغول کېږي.


د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت وايي، د سپین بولدک د اوبو بند د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت رغول کېږي او د ۲،۳ میلیون مکعب متره اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.


د کندهار مهم کرنیز محصولات انګور او انار دي چې د وچکالۍ له وجې یې په تېرو کلونو کې حاصلات کم شوي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса