Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

په پکتیکا کې زلزلې بیا هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي

0
په پکتیکا کې د زلزلې ټکانونو پرون بیا هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.


په پکتیکا کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو آزادۍ راډیو ته وویل، د مازیګر په ۴:۵۳ دقیقو په ګیانې او برمل ولسوالیو کې د زلزلې ټکانونه احساس شول.


د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمدامین حذیفه آزادۍ راډیو ته وویل، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پرونۍ زلزله کې لږترلږه لس کسان ټپیان شوي او په تېرو زلزلو کې زیانمن شوي کورونه پوره ویجاړ شوي دي.


هغه زیاته کړه، چې سیمې ته مرستندویې ډلې او روغتیا پالان رسېدلې دي.


سیمه ییزو سرچینو آزادۍ راډیو ته ویلي، چې د دې زلزلې ټکانونو د خوست او غزني په اړوندو سیمو کې هم ځینې سیمې لړزولې دي.


د غبرګولي په ۳۱مه نېټه د رېښتر په مقیاس ۶،۱ درجې زلزلې د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې له زرو زیات کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса