Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د اوکراین لوی څارنواله له دندې د ګوښه کېدو په غبرګون بیان ورکوي

0
د اوکراین لوی څارنواله وايي، چې له خپلې دندې د لیرې کېدو د څرنګوالي په اړه اوس مهال څه نه وايي خو د دې د موقف په اړه د روان وضعیت له پای ته رسېدو وروسته به یو بشپړ بیان ورکړي. 


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې لوی څارنواله ایرینا وینیدیکتووا او د امنیتي خدماتو د ادارې رییس ایوان باکانوف له روسیې سره د دې دوو ادارو د چارواکو د اړیکو د لسګونه قضیو په خاطر له دندې ګوښه شوي دي. 


خو مېرمن وینیدیکتووا پرون دوشنبې پر خپله فېسبوکپاڼه ولیکل، چې په دې اړه یې له هېچا سره بحث نه دی کړی او د یوه ساده دلیل په خاطر چې دا یې وخت نه دی په دې اړه په عام محضر کې له څه ویلو ډډه کوي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса