Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

چارواکي: پکتیکا کې په پرله پسې ډول د زلزلې ټکانونه احساسېږي

0
پکتیکا کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس وایي، په ګیان او برمل ولسوالیو کې په پرله پسې ډول د زلزلې ټکانونه احساسېږي.


حکمت الله عصمت ازادۍ راډیو ته وویل، چې له پرون ماذیګره وروسته چې د زلزلې پیاوړي ټکانونه وشول، تر ننه پورې لږ تر لږه ۴ نورې زلزلې هم شوي دي.


نوموړی غوښتنه کوي، چې یو تخنیکي ټیم دې د سیمې جیولوجیکي څېړنه وکړي چې خلکو ته د وضعیت ښکاره څرک معلوم شي.


عصمت چې پرون زلزله ځپلې سیمې کتلي وایي، خلک ډېر په وېره کې دي او تر ډېره د کورونو د نړېدو له وېرې په خیمو کې ژوند کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса