Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

جوزجان کې د کولرا ناروغۍ له امله ۱۲ کسان مړه شوي

0
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس نن خبر ورکړی چې په جوزجان کې تر دې دمه نږدې اوه زره کسان(۶۹۵۰) په کولرا اخته شوي دي.


د جوزجان د عامې روغتیا یوه مسوول خالص قادري ویلي چې په کولرا له اخته کسانو څخه ۱۲ تنه روغتونو ته تر رسېدو مخکې مړه شوي.


تر دې مخکې په کندهار، هلمند، زابل او څو نورو ولایتونو کې سلګونه کسان په کولرا اخته شوي او لسګونه کسان مړه شوي دي.


روغتیاپالان ټینګار کوي چې د کولرا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې او پاکوالی رعایت او په تېره بیا جوش کړې یا تصفیه شوې اوبه وڅښل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса