Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

اوکرايني چارواکي: اوکرايني ځواکونو پر يوه برېښناکوټ د روسيې بريدونه په شا تمبولي

0
د اوکراین چارواکي وايي، اوکرایني ځواکونو پر یوه برېښناکوټ د روسیې پرله‌پسې حملې په شا تمبولي دي.


بلخوا د برېتانوي پوځي استخباراتو نن جمعه ویلي، روسي ځواکونو پر کراماتورسک او سیویرسک ښارونو د توغندیو حملو ته دوام ورکړی دی.


کییف وايي ځواکونو یې د جګړې په ډګر کې د پرمختګ لپاره د لومړی وار لپاره ځینې د پام وړ ظرفتونه ترلاسه کړي دي.


د وهلي¬هیرسک په نوم برېښناکوټ د دونیڅک ښار د شمال ختیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی، چې د اوکراین دویم لوی برېښناکوټ ګڼل کېږي.


دا هغه ستراتیژیکه زېربنايي پروژه ده، چې روسي ځواکونو ورباندې ولکه ټینګول خپل هدف ټاکلی دی.


بلخوا د برېتانیا دفاع وزارت په خپل ورځني بولټن کې د اوکراین د مېکولایف ساحې د والي ویتالي کیم په حواله خبر ورکړی، چې ویلي یې دي: "روسي ځواکونو په دې سیمه کې پر دې زېربنايي پروژې، د انرژۍ پر تاسیساتو او ډیپوګانو د حملې لپاره د هوايي دفاع اووه میزایله کارولي دي."




د برېتانیا پوځي استخبارات وايي دوی ته معلومه شوې چې روسیې د جګړې په میدان کې د اهدافو د ویشتلو لپاره د هوايي دفاع د میزاییلو د دستګاه کارول زیات کړي دي.


ظاهراً یې علت، د حملو لپاره د اختصاصي ځمکنیو توغندیو سخت کموالی بلل شوی دی.


د برېتانیا پوځي استخبارات زیاتوي، روسیې د یرغل له پیله اوکراین ته نږدې د هوايي مدافع S-300 او S-400 ډوله دستګاوې فعالې کړي، چې هدف یې د الوتکو او لیرواټنه توغندیو ویشتل دي.




د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي تېره شپه په خپله وینا کې ویلي، چې پرون د اوکراین د پوځ له قوماندان سره په کتنه کې ورته څرګنده شوې چې د اوکراین ځواکونه په مورچلونو کې د مقابلې او د ده په وینا اشغالګرو ته د زیان اړولو لپاره بالقوه ظرفیتونه لري.


ده ویلي چې اړتیا ده کییف پر روسي ځواکونو خپلې سختې حملې لا زیاتې کړي.


ولسمشر زلنسکي ویلي، د امریکا د مشرانو جرګې ګڼو غړو یو پرېکړه لیک وړاندې کړی، چې د ده په خبره د اوکراین په وړاندې د روسیې یرغل، د عام وژنې په توګه پېژني.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса