Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

طالبان له ایرانه ۳۵۰ زره ټنه نفتي مواد واردوي

0
لاوله ایران سره د ۳۵۰ زره ټنو نفتي موادو د پېرلو هوکړه لاسلیک شوه.


د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په خپل توېټر پاڼه لیکلي، چې د مالیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت او سوداګرۍ وزارت همدا راز د افغانستان بانک او نورم او سټنډرډ ادارې ګډ پلاوي ایران ته د نفتي موادو د پیرلو په موخه دوه ورځې وړاندې سفر کړی و.


دغه وزارت لیکلي، چې تللي پلاوي په افغانستان کې د نفتي توکو د کنټرولو او بیو را ټیټولو په موخه له ګاونډي هېواد ایران څخه ۳۵۰ زره ټنه نفتي مواد د را واردولو هوکړه وکړه.


د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وړاندې لیکلي، چې د یادو نفتي موادو ترڅنګ له ایران سره د یو لړ اوږد مهاله پروژو په تړاو هم خبرې شوي چې د دغو پروژو د پیل او څرنګوالي په اړه به راتلونکي کې ناستې وشي.


د طالبانو د حکومت پلاوی داسې مهال ایران ته د نفتي موادو د پېرلو په موخه سفر کوي، چې اوسمهال په افغانستان د تېلو بیې له هر بل وخته لوړې شوي او دغې چارې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса