Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د روغتیا نړیوال سازمان د بیزوتڼاکې ناروغي یو نړیوال بېړنی حالت اعلان کړ

0
د روغتیا نړیوال سازمان پرون د بیزوتڼاکې ناروغي یو نړیوال بېړنی حالت اعلان کړ.


په دې سره ښايي د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د نړیوالو پام او پانګونه راجلب شي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریسوس په یوه ویډیويي پیغام کې په دې اړه وویل: "ما پرېکړه کړې چې په نړیواله کچه د بیزوتڼاکې خپرېدل د عامې روغتیا یو فوق العاده بېړنی حالت دی."


د بیزوتڼاکه، چې له لسیزو راهیسې په افریقا کې خلک پرې اخته کېږي، د مې میاشتې راهیسې په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره خپره شوې او د ۷۰ څخه زیاتو هېوادونو کې یې زرګونه خلک ناروغه کړي.


بیزوتڼاکه په ندرت سره وژونکې ناروغي ده.


د دې ناروغۍ نښې نښانې یې تبه، سر درد، او لړزه ده او بیا په پوستکي، د خولې دننه، او د بدن په نورو برخو کې تڼاکې راخېژي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса