Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

ایران کې سېلابونو ۲۱ کسان مړه کړي او یو شمېر لادرکه دي

0
د ایران د دولتي رسنیو په وینا، لږ تر لږه ۲۱ کسان پرون په جنوبي ولایت فارس کې چې له وچکالۍ سره مخامخ دی، د سېلابونو په پایله کې مړه شوي دي.


سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د سختو بارانونو او د رودبال سیند د اوبو د کچې د لوړېدو په خاطر د مرکزي ښار استهبان په شمول څو ښارونو او کلیو کې سخت سېلابونه راوتلي دي.


د استهبان ولسوال یوسف کارګر ویلي، چې ژغورنې ډلو ۵۵ کسان ژغورلي چې په دغو ناڅاپه سېلابونو کې اوبو وړي وو، خو لږ تر لږه ۶ کسان لادرکه دي.


په ۲۰۱۹ کال کې د ایران په جنوب کې سخت سېلاب لږ تر لږه ۷۶ کسان وژلي او له ۲ میلیاردو ډالرو ډېر زیان یې اړولی وو.


د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې په فارس ولایت کې ناڅاپه سېلاب ۴۴ کسان مړه کړي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса