Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د افغانستان په ځینو سیمو کې سېلابونو بیا ځاني او مالي زیانونه اړولي

0
په تیرو څو ورځو کې د افغانستان ځینې سیمې د ناڅاپه سېلابونو شاهدې وې.


د نورستان ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې سختو بارانونو او سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي، د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د پرونيو سېلابونو له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.


که څه هم د افغانستان ډېری سیمې وچکالۍ ځپلې دي، خو د نورستان، خوست، میدان وردګو، پنجشېر او لوګر په ګډون یو شمېر ولایتونو کې تېر څو ورځې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي.


د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې سختو بارانونو او وروستیو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.


د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي خالد افغان ازادي راډيو ته وویل: "د نورګرام ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، ځاني او مالي زیانونه یې اړولي. درې ښځې وژل شوي، شاوخوا ۴ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي او ۴۵۰ جریبه ځمکه ویجاړه شوې، ۶ پلونه ویجاړ شوي دي. ۳ زره میوه داره ونې له منځه تللي او ۲۵۰ څاروي تلف شوي."


د نورستان د واما ولسوالۍ د ارچینو په سیمه کې هم سخت سېلابونه راغلي دي، په دې وروستیو کې دغه ولسوالي نه یوازې د سېلابونو بلکې د سختو او بې وخته واورو د اورښت شاهده ده.


د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې هم سېلابونو د دې سیمې اوسېدونکو ته د سر او مال تاوان رسولی او د راپورونو له مخې د پرونیو سېلابونو په پایله کې دوه ماشومان وژل شوي دي.


د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکي حکمت الله اکاخېل پرون ازادي راډيو ته وویل: "نور سېلابونه هم ممکن راشي، دوه ماشومان ورک دي او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال شته."


د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت بیا وایي چې وروستیو سېلابونو چاته مرګژوبله نه ده رسولې خو مالي تاوانونه یې زیات دی.




د دغه وزارت ویاند محمد نسیم حقاني تېر ماښام ازادي راډيو ته وویل: "پرون او نن په وردګو، پنجشېر، نورستان او لوګر کې سېلابونه راغلي، زموږ د معلوماتو له مخې، له نېکه مرغه دغو سېلابونو کوم ځاني زیان نه دی اړولی، کرنیزې ځمکې او فصلونه له منځه تللي، چې د سروې له لارې یې څېړنه کوو. اړوندو څانګو سره اړیکه شوې او له خلکو سره یې لازمې مرستې کړې دي او د نننیو سېلابونو له قربانیانو سره به هم مرسته وشي."


د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکی احمد نور سېلاب ځپلو سیمو ته د سیمه ییزو چارواکو د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.


هغه وویل: "د نویو سېلابونو احتمال شته، باران لا هم دوام لري، خلک په وېره کې دي، زموږ هیله دا ده چې خلکو ته بېړنۍ مرستې وشي."


د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، خوست، غزني، زابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا او میدان وردک ولایتونو کې د سختو ورښتونو په اړه خبرداری ورکړی دی.


کارپوهان ټینګار لري، چې د سېلابونو له امله د تلفاتو د کمولو لپاره باید په هغو سیمو کې چې معمولا سېلابونه راځي کورونه جوړ نه شي او د اوبو لارې پرېښودل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса