Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

ننګرهار کې بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیماوي سرې مرسته شوې

0
په ننګرهار ولایت کې په ۵۱۰ بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شوه.


د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خپل توېټر پاڼه لیکلي، چې اې ایچ ایف موسسې په مالي لګښت د چپرهار په ولسوالۍ کې ۵۱۰ تنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سري او کرنیز وسایل وویشل شول.


ددې وزارت په خبره، یاده کرنیزې کڅوړې هغو بېوزله بزګرانو ته ورکړل شوې، چې د اصلاح شويو تخمونو د اخیستو توان یې نه درلودل.


د دوی به خبره، په دغه کرنیزو کڅوړو کې شپږ قلمه توکې د جوارو اصلاح شوی تخمونه، بیلچه، پنجي کش، تسکوره، توره او سپینه کیمیاوي سره شاملې دي.


په خبر کې راغلي، همدارنګه بزګرانو ته د جوارو د کتاري کرنې، اوبخور، هرزه بوټو کنترول، سرې استعمال، ناروغیو او افاتو د مخنیوي او حاصل ټولونې په موخه روزنه هم ورکړل شوه.


ویل شوي، چې په نږدې راتلونکې کې به یادو بزګرانو ته د څارویو لپاره دانه، کنجاړه، بوس او د چنجیو ضد درمل هم ورکړل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса