Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د اسيا د ماشومانو په سياليو کې د ګډون په موخه درې افغان ورزشکاران روسيې ته رسېدلي

0
د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د اسیا ماشومانو په نوم دغو سیالیو کې چې د روسيې په ولادیو ستوک ښار کې ترسره کېږي، د افغانستان په استازیتوب فریدون، ازاد بیک او روحید به د تکواندو په برخه کې سیالي وکړي.


د اسیا ماشومانو ورزشي سیالۍ چې سبا د جولای په ۲۷مه پیلیږي، د اګست میاشتې تر ۸ مې دوام کوي.


په دغو سیالیو کې به له ۱۱ هېوادونو څخه لسګونه ورزشکاران په ۱۶ بېلابېلو ورزشي برخو کې په خپلو کې سیالي وکړي.


خو د بدني روزنې او ورزش ریاست په خبرپاڼه کې دا نه‌دي ویل شوي، چې افغان ورزشکاران به د کوم هېواد له ورزشکارانو سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса