روسیې اروپا ته د ګازو لېږد کم کړی
د بالتیک تر سمندر لاندې اروپا ته د غځېدلې د ګازو لېږدونکې نارډ سټریم یو نللیکې د عملیاتو ادارې وویل٬ چې د نن د ورځې په اوږدو کې د ګازو د لېږد ظرفیت کم شو او اوس د دې نللیکې له ترمینل څخه د ګازو د لېږد ظرفیت شاوخوا یو پر پنځمې برخې ته رسېدلی دی.
د روسیې د ګازو دولتي شرکت ګازپروم د ګازو کمول اعلان کړي و او کریملین نن بیا اعلان وکړ٬ چې د دغې نللیکې د ساتنې په چارو کې خنډونه چې پر مسکو د لوېدیځ د بندیزونو په نتیجه کې رامنځته شوي، د ګازو د کموالي سبب شوي دي.
خو اروپایي چارواکو دغه ادعا رد کړي او روسیه یې تورنه کړې چې له انرژۍ د یوې حربې په توګه کار اخلي.
