Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

سپينه ماڼۍ: د جو بايډن د کرونا تازه ټيسټ منفي ختلی

0
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د کرونا تازه ټیسټ منفي ختلی او خپل د سخت قرنطین پالیسي به پای ته ورسوي.


دی تېره اوونۍ د جولای پر ۲۱مه په کرونا وایروس اخته شوی و، چې خفیف علایم یې درلودل.


د بایډن معالج ډاکټر، کیوین او کانار په یوه یادښت کې پرون چهارشنبه ویلي، چې ولسمشر تبه نه لري او د کوویډـ۱۹ ناروغۍ تقریباً هېڅ ډول نښې نه په کې ښکاري.


د ده په وینا، ولسمشر به بیا هم کله چې د نورو کسانو تر څنګ وي د احتیاط لپاره د ۱۰ ورځو لپاره ماسک وکاروي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса