Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

امريکايي سناتوران ملګرو ملتونو ته: له طالبانو د بشري حقونو د نقض له امله حساب وغواړئ

0
څلورو امریکايي سناتورانو د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي، چې له طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض له امله حساب وغواړي.


د امریکا د کانګرس څلورو مشهورو سناتورانو پرون د "جولای په ۲۷مه" د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته یو لیک لېږلی او په‌کې یې لیکلي، طالبان د افغان مېرمنو او نجونو د بشري حقونو د له منځه‌وړو په هڅه کې دي او باید مخه یې ونیول شي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.


د امریکا متحده‌ایالاتو د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جیم‌رش، سناتورې جین شاهین، د بهرنیو اړیکو د کمېټې سناتور باب مننډز او سناتور جوني ارنسټ په خپل لیک کې لیکلي، ملګري ملتونه دې معنی لرونکی اقدام وکړي او تر څنګ یې نړۍ دې طالبانو ته واضحه پیغام ورسوي چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د بشري حقونو څخه ننګه کوي.


خو طالبان بیا وايي، دوی د افغان ښځو حقونو ته ژمن دي او په افغانستان کې د ټولو انسانانو حقونه خوندي دي.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: "ټول بشر د غرب له عینکو لیدل دا بې‌انصافي ده. اسلامي نړۍ ځان ته له حقوقو تعریف لري او بیا افغانستان چې دلته د اسلامي قوانینو د راتلو لپاره ډېره ستره مبارزه شوې ده. دلته باید خلک حقوق د اسلام له زاویې مطالعه کړي او له موږ غوښتنه وکړي. "




ښاغلی مجاهد داسې مهال دا خبره کوي چې طالب چارواکو د خپل مشر ملاهبت‌الله په امر له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او تر څنګ یې له څو محدودو ادارو پرته په ټولو دولتي ادارو کې د ښځو ونډه صفر ته رسولې.


 




د امریکا د کانګرس غړو په خپل لیک ویلي، چې ملګري ملتونه دې له طالبانو د هغه څه په اړه چې په لیک کې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو نقض بلل شوی، حساب وغواړي.


د امریکايي سناتورانو په لیک کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هم غوښتل شوي چې په طالب مشرانو د ۱۹۸۸ کلونو په څېر د سفر بندیزونه ولګوي او تر خوا یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي په ټینګار سره غوښتنه شوې، چې باید دا ډاډ ورکړي چې د طالبانو استازی په دې سازمان کې رسمي ډیپلوماټیک حضور و نه لري.


ملګرو ملتونو د روان کال د غبرګولي په ۳۰ هم د هغه څه له امله چې د افغان نجونو د زده‌کړو او تحصیل پر وړاندې سخت دریځ یادېږي، پر دوو طالب چارواکو د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال سیداحمد شهیدخېل دي، د سفر بندیز ولګاوه.


طالبانو بیا مخکې تر دې په ځلونو له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې په مشرانو یې لګول شوي هر ډول محدودیتونه او بندیزونه لېرې کړي. هغه غوښتنه چې نړیوالې ټولنې رد کړې.


د امریکا د متحده‌ایالاتو دې مشهورو سناتورانو چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ یا یوناما او نورو بشري مرسته رسونکو ادارو هم غوښتنه کړې چې په خپلو ادارو کې افغان نجونې او ښځې په دندو وګماري.




د امریکا د کانګرس دا مشهور غړي داسې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره لیک لېږي چې له وړاندې د دې سازمان د بشري حقونو شورا د جولای په لومړۍ نېټه په افغانستان کې د نجونو، ښځو او بشري حقونو وضعیت ویجاړونکی وباله او ژر تر ژره یې په دې اړه د پرېکنده ګامونو د پورته کېدو غوښتنه وکړه.


همدا ډول پرون د بښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې ولیکل، افغان نجونې او ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې سختې ځپل شوي او نه یوازې دا چې له خپلو حقونو محرومې دي، بلکې له کورني تاوتریخوالي سره مخ او په کم عمر کې په زور ودېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса