Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

طالبانو د کندهار – زابل سړک د رغونې د چارو د پيل خبر ورکړی

0
د طالبانو د حکومت وياند ذبیح اله مجاهد پرون په ټویټر کې لیکلي د کابل- هرات لویې لارې د بیارغونې په لړ کې د کندهار- زابل د لارې اساسي رغونه پیل شوې ده.


د ده په وینا دغه سړک د طالبانو حکومت په بودجه په معیاري ډول رغول کېږي او د دې ۹۰۰ کیلومتره لویې لارې د پاتې برخې د رغونې لپاره له خصوصي سکټور سره د تړون پلان شته.


د تېر حکومت پر مهال پر طالبانو انتقاد کېده چې د همدې لویې لارې اکثریت پلونه او پلچکونه یې په بمونو الوزول او زیات وخت به یې لار بندوله.


د کابل - کندهار لاره چې د تېر حکومت پر مهال يې پلچکونه او نورې برخې په بمونو الوځول شوي دي اوس مهال د مسافرو د تګ راتګ لپاره په يو کړاو اوښتې چې ډېری وخت په‌کې ترافيکي پېښې هم رامنځته کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса