مسکو: تېره شپه په يوې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله اته کسان مړه شوي
د چارواکو په وینا دا مېلمستون د مسکو په جنوب ختیځ کې دی او د پېښې جنایي تحقیقات پیل شوې دي.
د بېړنیو چارو مسوولان وایي چې اور د دې ودانۍ په لاندني پوړ کې ولګېد او ډېر ژر پورته منزلونو ته ورسېد.
له اور لګېدو وروسته تر دوه سوه ډېر کسان له دې مېلمستون څخه ایستل شوې دي.
مړه شوي کسان ټول کډوال دي.
