چارواکي: زابل کې سېلابونو ۶ کسان وژلي
ډاکټر عبدالحکیم حکیمي بېګا آزادۍ راډیو ته په دې اړه وویل: "تراوسه پورې شاوخوا شپږ کسان شهیدان شوي دي په اوبو کې. ډېر کورونه، بڼونه او کروندې یې ټولې له منځه وړې دي. او ډېر زیات څاروي او مالونه یې هم له ځان سره وړي دي."
د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې د وزارت او نورو سرچینو د معلوماتو له مخې د تېرو څو ورځو په سېلابونو کې ټول ۴۶ کسان مړه او تر سلو پورې کسان ټپیان شوي دي.
