Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

په کندهار کې د ترکیې قونسلګرۍ د بیا پرانیستې غوښتنه وشوه

0
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کندهار ولایت کې د ترکیې د قونسلګرۍ د بیا پرانیستې غوښتنه کړې ده.


دغه خونې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خونې پلاوي په کندهار د ترکیې سفیر سره تر لیدنې وروسته په دغه ولایت کې د یاد هېواد قونسلۍ چارو د بیا پیل غوښتنه کړې.


د خبر پاڼې په حواله، د خونې چارواکو ویلي که په کندهار کې د ترکیې د قونسلګرۍ چارې پیل شي دا به د کندهار سوداګرو او پانګه والو ته د سوداګرۍ د ودې په برخه کې زیاته مرسته وکړي.


د افغانستان دسوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې په حواله، د ترکیې سفیر ژمنه کړې چې د سوداګرۍ پراختیا، په کندهار کې د ترکیې د قونسلګرۍ د پرانیستلو، سوداګریزو ویزو صدور او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګه اچونو په برخه کې به خپلې هېڅ ډول مرستې ونه سپموي.


دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان له سیاسي بدلون وروسته په کندهار ولایت کې د ترکیې هېواد قونسلۍ چارې په ټپه ولاړې دي او دغې چارې ډېری سوداګر له ستونزو سره مخ کړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса