Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د زعفرانو صادرات زیات شوي

0
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د تېر کال په پرتله د زعفرانو صادرات زیات شوي دي.


د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رسنیو مسوول الیاس نیازي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د سږکال په لومړیو درېیو میاشتو له هرات نه شاخوا ۳ سوه کلیو زعفران چې ارزښت یې نږدې ۲۸۰ زره ډالرو ته رسېږي صادر شوي دي.


دا په داسې حال کې ده، چې د نوموړي په خبره د تېر کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له دغه ولایت نه شاخوا ۲۰ کلیو زعفران چې ارزښت یې نږې لس زره ډالره و صادر شوي وو.


د نیازي په وینا، نور صادارات هم کېږي او ښايي دغه اندازه نوره هم زیاته شي.


د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه د صادراتو د زیاتېدو لامل بزرګرانو ته د ښه شرایطو او اسانتیاوو برابرول په ګوته کوي.


د افغانستان زعفران د منځنۍ اسیا هېوادونو ترڅنګ اروپا او دغه شان خلیجي هېوادونو ته زیات صادرېږي، ځکه په دغو هېوادو کې یې غوښتونکي ډېر دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса