د کابل کرکټ لوبغالي کې تر چاودنې وروسته پاکستانيو لوبغاړو افغانستان پریښی
په شپږیزه لیګ کې پنځه پاکستاني لوبغاړي افتخار احمد، میرحمزه، کامران غلام، اصف افریدی او خالد عثمان لوبېدل.
دغه لوبغاړي وروسته تر دې پاکستان ته ستنېږي، چې د جمعې په ورځ د کابل په کرکټ لوبغالي کې د لاسي بم برید وشو.
په دې چاودنه کې طالب چارواکو د دوو تنو وژل تایید کړل، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي دي.
تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ خپل هېواد ته د پاکستاني لوبغاړو په ستنېدو تبصره نهده کړې.
