Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

په ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ له کبله لسګونه څاروي مړه شوي

0
په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په مرکز جلال اباد کې د کانګو د ناروغۍ له کبله د لسګونه څارویو د مړینې خبر ورکوي.


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې چې نن سهار خپور شو وايي، چې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې په دې ناروغۍ د څارویو د مړینې پېښې شوې دي.


په بیان کې د ښار له خلکو د مړو څارویو په موندلو او خښولو کې د همکارۍ غوښتنه شوې.


تېره اونۍ د جلال‌اباد ښاروالۍ د دې ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د غټو څارويو د غوښو پر خرڅلاو هم بندیز ولګاوه.


د ښاروالي وياند بختي ‌جان مراد ازادي راډيو ته ویلي، چې دا اقدام يې وروسته تر هغې وکړ چې په دې وروستیو کې په غټو څارويو کې یو ډول مرګونې حیواني ناروغي پیدا شوې چې انسان ته ژر لېږدول کېږي.


ویل کېږي، چې دا ناروغي له ګاونډي هېواد پاکستانه رالېږدول شوې او څه موده مخکې په یاد هېواد کې د دې ناروغۍ په هکله راپورونه خپاره شوي وو.


د ننګرهار د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو پر اساس، که څه هم دا ناروغي وژونکې نه ده او کرنې او مالدارۍ ریاست ورته ترتیبات او چمتووالی لري، خو خلکو ته په کار ده چې په ورځني ژوند کې روغتیایي لارښوونې عملي کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса