سیمه ییز چارواکي: په بلخ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴ کسان مړه شوي
د بلخ امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي دي، چې په پېښه کې لس نور کسان هم ټپیان شوي.
د بیان له مخې پېښه هغه مهال وشوه، چې د حج له مراسمو د یوه راستون شوي حاجي موټر د مزارشریف او شولګرې ولسوالۍ لاره کې له یوه ټونس ډوله موټر سره ټکر شو.
