Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

بلوچستان کې ګڼ سېلاو ځپلي تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي

0
د پاکستان د موسمي چارو اداره وايي، روان کال په هغه هېواد کې د تېرو کلونو پرتله د وسې او د پشکال د بارانونو شدت د پخوا پرتله زیات وو او په ځانګړي ډول په بلوچستان او سیند کې په تېرو ۲۰ کلونو کې داسې بارانونه نه دي شوي. د قدرتي افتونو پرضد د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، په پاکستان کې سږ کال د بارانونو او سېلاوونو پر مهال شاوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي او لوی ځاني زیانونه یې اړولي دي. هلته په بلوچستان کې سېلاو ځپلي وايي، مرستو او سرپناه ته اړتیا لري. حکومتي ادارو په هغه صوبه کې د ناروغیو خپرېدو مخنیوي لپاره طبي کیمپونه هم لګولي دي. چارواکي وايي، ډلې یې ټولو اغېزمنو سیمو ته ځي چې خلکو ته مرستې ورسوي. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса