Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د جبري غیب کړل شويو کسانو کورنۍ په احتجاج دي

0

د اګست په ۳۰ مه د جبري لادرکیو ښکار شویو خلکو په هکله نړیواله ورځ په پاکستان کې هم ولماځل شوه. په دې لړ کې د لادرکو کسانو کورنیو، د بشري حقونو فعالانو او ځینو سیاستوالانو په اسلام اباد کې یوه ورځنۍ احتجاجي ناسته وکړه چې پکې یې د لادرکو کسانو د موندلو او عدالت ته وړاندې کولو غوښتنه وکړه. فعالان وايي په پاکستان کې په زرګونو کسان لادرکه کړل شوي دي چې تور یې پر امنیتي ادارو لګول کېږي خو هغوی تل دا تورونه رد کړي دي. بلخوا د لادرکو کسانو د موندلو لپاره په ۲۰۱۱م کال کې حکومت یو کمېشن جوړ کړی چې وايي ګڼ شمېر لادرکه کسان یې موندلي او عدالتونو ته وړاندې کړي دي.

په دې هکله تفصیل په دې ويډيو رپورټ کې وګورئ چې منورشاه جوړ کړی دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса