Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

بینیټ: نړۍ د افغانانو د ناورین د حل توان نه لري

0
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، افغانان د بشري حقونو په داسې یوه ناورین کې ایسار دي چې نړۍ یې د حل توان نه لري.


ریچارډ بینیټ دا خبره په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل راپور کې کړې ده.


هغه د ښځو او نجونو له حقونو څخه جدي سرغړونې، د مخالفانو او منتقدینو ځپل او د بیان د ازادۍ پر سر بندیز ته اشاره کړې ده.


طالبانو د ریچارډ بینیټ راپور له حقیقته لرې او مغرضانه بللی دی.


واک ته د طالبانو له راتګ سره، زیاتره ښځې له دولتي ادارو لرې شوي، شخصي ازادي محدوده شوې او له شپږم ټولګي پورته نجونې اجازه نه لري چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.


له بلې خوا د افغانستان د مرکزي بانک په میلیاردونو ډالر بهرنۍ مرستې کنګل شوې او خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса