Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله بسته کابل ته رسېدلې

0
د افغانستان بانک وايي چې د څلویښت میلیونه ډالرو یوه بله بشري مرسته کابل ته ورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.


د دغه بانک ویاند صابر مهمند ازادي راډيو ته په خپل پیغام کې د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د افغانستان بانک د بانکي سکتور له لارې د دې مرستو د کارولو شفافیت ته ژمن دی.


تر دې مخکې هم د افغانستان بانک ته چې د طالبانو تر واک لاندې دی څو وارې نغدې پیسې ورکړل شوې دي.


ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي وو، چې افغانستان ته د نغدو پیسو لېږل په دغه هېواد کې د اقتصادي سقوط مخه نیولی شي.


په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ څه باندې یو کال تېر شو، خو د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې او دې چارې بانکي راکړه ورکړه او اقتصاد له زیان سره مخ کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса