Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

ملګري ملتونه: طالبان باید زمونږ د کارکوونکو له وېرولو او ځورولو ډډه وکړي

0
ملګرو ملتونو د طالبانو ځواکونه تورن کړي چې د دوی ځینې ښځینه افغان کارکوونکې یې د لنډ وخت لپاره توقیف کړې وې.


یوناما ویلي چې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو درې افغان ښځینه کارکوونکې د واکمنو چارواکو د وسله والو او امنیتي کسانو لخوا په موقت ډول د پوښتنو لپاره توقیف شوې وې.


یوناما/په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دا خبره دوشنبه په یوه اعلامیه کې کړې ده.


ملګرو ملتونو په دې اعلامیه کې د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د واکمنو طالب چارواکو د کړنو په اړه خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کړې ده.


دغه سازمان په طالب چارواکو غږ کړی چې په افغانستان کې د ازاد تګ راتګ په ګډون د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د ټولو کارکونکو امتیازاتو او خوندیتوب ته د درناوي په برخه کې خپل مکلفیتونه ترسره کړي.


ملګرو ملتونو د خپلو ټولو کارکوونکو د امنیت د خوندیتوب لپاره د تضمینو د پلې کېدو غوښتنه کړې او هغه یې د افغانستان مکلفیت بللی.




خو طالبان وايي چې دوی د ملګرو ملتونو کومه ښځینه کارکوونکې نه ځورولې او نه یې توقیف کړې.


دا خبره د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په خپل ټوېټر باندې لیکلې ده.


خو هغه بیا د ټوېټ په دویمه برخه کې تایید کړې چې په کندهار کې د ښځو له یوې غونډې د امربالمعروف کارکونکو معلومات غوښتي وو خو کله چې پوه شول د ملګرو ملتونو اړوندې ښځینه کارکوونکې دي بېرته منصرف شول. د کریمي په خبره هېڅ کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.


که څه هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو له خوا پراخ محدودیتونه لګېدلي، خو د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو موسسو ښځینه کارکوونکې په لرو پرتو سیمو کې اړمنو ته د مرستې لپاره په کار بوختې دي.


ښايي دا لومړی وار وي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې د طالبانو له خوا ځورول کېږي او د لنډ وخت لپاره توقیفېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса