Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

واشنګټن اګزاماینر: افغانستان لا هم د تروریزم زېږنځای دی

0
دي پرنټ:


دي پرنټ خپرونې په افغانستان کې د انلاین راکړې ورکړې د کمېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.


په دې لیکنه کې ویل شوي چې د اقتصادي رکود له کبله په افغانستان کې د سودا انلاین خدمات په ټپه درېدلي دي.


دي پرنټ کاږي، د افغانستان د جمهوري حکومت د ناببره پرځېدو په نتیحه کې افغانستان له مالي او اقتصادي بحران سره مخامخ شوی دی.


د طالبانو له واک ته رسېدو څه باندې یو کال وځي او په دې موده کې د مشروع او په رسمیت پېژندل شوي حکومت د نشتوالي له کبله دا بحران لا ژور شوی دی.


د روانې اوونۍ د شنبې په ماښام د کلیک ټکی ایف په نوم د پلور او پېر پاتې اپ له شپږ کاله فعالیته وروسته کار ودراوه.


دغه انلاین پلورنځي په خپله فېسبوکپاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د مالي ستونزو له کبله نور فعالیت ته دوام نه شي ورکولی.


د دغه انلاین پلورنځي خاوند مسیح ستانکزي ویلي لا هم خپل احساس نه شي بیانولی.


ده همداراز ویلي: "نه غواړم چې په دې اړه منفي احساس څرګند کړم خو حقیقت همداسې دی."


له دې یوه ورځ وروسته د بقال په نوم انلاین پلورنځي، چې ۳ کاله سابقه یې لرله، اعلان وکړ چې د مالي ستونزو له کبله کاروبار دروي.


په وروستیو کلونو کې انلاین کار و بار په افغانستان کې په چټکه د غوړېدو په حال کې و.


واشنګټن اګزاماینر:


واشنګټن اګزاماینر ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې: "افغانستان لا هم د تروریزم زېږنځای دی" په مقاله کې لیکلي، ۲‍۱کاله پخوا د ۲۰۰۱ د سپټمبر په ۱۱ مه القاعده شبکې، چې په افغانستان کې طالبانو پناه ورکړې وه، په امریکا کې نږدې ۳ زره تنه ووژل.


خو اوس له دې سره سره چې طالبانو ډاد ورکړی، دوی افغانستان او نړۍ ته خطر پېښوي.


د سپټمبر په لومړۍ «د افغانستان د نړیوالو دوستانو» په کنفرانس کې افغان او امریکايي متخصصانو وویل چې افغانستان لا هم د تروریزم د زېږولو میدان دی.


د کنفرانس ګڼو برخوالو د طالبانو، حقاني شبکې او القاعده ترمنځ د اړیکو د دوام یادونه وکړه.


د افغانستان پخواني لوی درستیز جنرال هبت الله علیزي وویل چې د طالبانو مشران د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن له زوی عبدالله بن لادن سره د ایران له لارې د مخدرو موادو په قاچاق کې همکاری کوي حال دا چې د کوکنارو کښت یې منع اعلان کړی دی.


ده په کابل کې د اګست په میاشت کې د القاعده شبکې د دوهم مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو یادونه هم وکړه.


علیزي وویل چې اوس په افغانستان کې ۲۲ بېلابېلې تروریستي ډلې فعالیت کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса