Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

ملګرو ملتونو کې د ناروې استازې: د افغان مېرمنو او نجونو وضعيت ټکان ورکوونکی دی

0
ناروې وایي، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو په څه باندې یوه کال کې د ښځو او نجونو وضعیت د ټکان ورکونکي تر حده خراب شوی دی.


دا خبره په ملګرو ملتونو کې د ناروې استازې مونا یول Mona juul پرون په یوه خبري غونډه کې وکړه.


نوموړې وويل: "یو کال وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په دې هېواد کې د نجونو او ښځو وضعیت ډېر او په چټکۍ د ټکان ورکونکي ترحده خراب شوی دی. یوه غمجنه بېلګه یې دا ده چې، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې له زده کړو منع کوي. یوکال کېږي چې طالبانو ځوانې نجونې ښونځي ته نه‌دي پرېښي. موږ له طالبانو غواړو چې سمدستي ښوونځي د ټولو نجونو پرمخ پرانیزي."


مېرمن یول په یوه ټویټ کې ویلي چې، نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي.


نوموړې په دې برخه کې د افغان مخکښو ښځو نه ستړې کېدونکې هڅې دې ستونزې ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره مهمې بللې او ویلي یې دي چې، دوی به یې هم ملاتړ دوام ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса