Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

د ارمنستان صدر اعظم: ازبايجان سره پر پوله مو ۴۹ سرتېري وژل شوي

0
د ارمنستان صدارعظم نیکول پاشینیان ویلي چې ،په ګډه پوله يې له ارزبایجان سره د نښتې له امله ۴۹ سرتېري وژل شوي دي.


په همدې حال کې نړیوالې ټولنې ددې دواړو هېوادونو ترمنځ سملاسي د نښتو د بندېدو غوښتنه کړې ده.


دواړه هېوادونه په دې سیمه کې د وروستیو نښتو د پیل پړه پر یو بل اچوي.


د اذربایجان دفاع وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې د اذربایجان پرسونل ته تلفات رسېدلي خو شمیریې نه‌دی ښودلی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي چې، متحده ایالات د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه کوي او وایي، روان کړکېچ له پوځي لارې نه‌شي حل کېدلی.


ارمنستان له اذربایجان سره د ۲۰۲۰ کال په جګړه کې چې ۶ اوونۍ یې دوام وکړ، د لانجمنې ناګورنو قره باغ د سیمې پر ځینو برخو کنټرول له لاسه ورکړ.


په دغه جګړه کې چې د روسیې په منځګړیتوب په یوه اوربند سره پای ته ورسېده، له ۶ نیم زره زیات کسان ووژل شول.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې، د دواړو خواو ترمنځ د نن سهار راهيسې یو ځل بیا پر اوربند هوکړه شوې ده.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپاره شوې بیان کې هيله څرګنده شوې چې د روسیې په منځګړیتوب رامنځ ته شوی اوربند به په بشپړه توګه عملي شي.


خو د ازربایجان رسنیو راپور ورکړی چې دا اوربند له له ټینګېدو څو دقیقې وروسته مات شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса