Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د سرغړونو زیاتېدل د اندېښنې وړ وبللې

0
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی ټوماس نیکلاسون وایي، په افغانستان کې په زیاتېدونکي ډول له بشري حقونو څخه سرغړونې ډېرې د اندېښنې وړ دي.


نیکلاسون پرون په جینواکې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل: "په افغانستان کې له بشري حقونو او په دې هېواد کې د بشرپالنې له نړیوال قانون څخه سرغړونو موږ ډېر اندېښمن کړي یوو."


د نیکلاسون په خبره حساب ورکول باید تضمین شوي او زیاته یې کړه چې طالبان تراوسه نه دي توانېدلي چې د خپلو کړو ژمنو یوه یې هم عملي کړي.


په عین حال کې په جینیوا کې د امریکا د متحدو ایالتونو ماموریت ویلي، هر څوک چې غواړي په نړیوال سیسټم کې ونډه واخلي نو باید درناوی یې وکړي.


له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د نړۍ هېڅ یوه هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса