Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

د مهسا اميني د وژنې له امله اعتراضونه دوام لري

0
پر ایران د یوې ځوانې ښځې د مړینې له کبله فشارونه وروسته له هغې لا زیات شول، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې مخکښې چارواکې او یوه ایراني وکیل پرون په دې باب خپلې اندېښنې وښودې.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سرپرست کمشنیرې، نادا النشیف پرون په توقیف کې د مهسا امیني د مړینې او د اعتراض کوونکو په وړاندې د ایران د امنیتي ځواکونو د ناوړه غبرګون په اړه اندېښنه وښوده.


دغه ۲۲ کلنه ښځه د حجاب نه رعایتونو له کبله د «ګشت ارشاد» پولیسو له خوا لومړی ونیول شوه چې وروسته د راپورونو له مخې د شکنجې په نتیجه کې مړه شوه.


بل‌خوا د ایران نیمه دولتي اژانس ایسنا د ایران د استازو جرګې د یوه استازي جلال رشیدي کوچي په وینا خبر ورکړ چې ویلي یې دي، د ایران «ګشت ارشاد» پولیسو اقدامات تل د ایران په زیان تمام شوي دي.


ډاکټرانو د مهسا امیني د مړینې اعلان د سپټمبر پر ۱۶مه وکړ، دا پېښه د دې سبب شوه چې د ایران بېلابېلو ښارونو کې اعتراض کوونکي لارو سړکونو ته راووځي چې د دوی دا مظاهرې اوس هم روانې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса