Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

لويديځو مشرانو اوکرايين کې د روسيې د ټول‌پوښتنې پلان رد کړ

0
لویدیځو مشرانو د روسیې تر کنټرول لاندې د اوکرايین په څلورو سیمو کې د ریفرینډم یا ټولپوښتنې پلان رد کړ.


د امریکا، فرانسې، کانادا او اروپایي ټولنې استازو دغه ټولپوښتنه نامشروع بللې ده.


بل‌لور ته د روسیې ولسمشر د اوکرایين جګړې ته په نسبي ډول د ریزرف قطعاتو د لېږلو فرمان لاسلیک کړی دی.


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ویلي، واشنګټن " په ښکاره ډول" د دغه پلان مخالفت کوي.


د روسیې خبري اژانسونو راپور ورکړی چې، د دوی له هېواد سره د اوکرايین د څلورو سیمو خرسون، لوهانسک، دونتڅک او زاپوریژیا د یو ځای کېدو په اړه ټولپوښتنه کوي.


د جرمني صدر اعظم اولاف شولڅ او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا پلان شرمونکی بللی دی.




اولاف شولڅ ویلي، دا ښکاره خبره ده چې دا شرمونکې ټولپوښتنه به په هیڅ ډول د منلو وړ نه‌وي.


مکرون ویلي، دا پلان هیڅ قانوني دریځ نه‌لري او په خبره یې، هغو سیمو کې چې جګړه تېره شوې وي، ټولپوښتنه د بدبینۍ په معنا ده.


د کاناډا صدر اعظم جسټن ترودو ویلي، د مسکو له‌خوا پلان شوی ریفرنډم قانوني بڼه نه‌لري او دوی یې په رسمیت نه پېژني.


اروپایي ټولنې هم دا پلان غندلی او د روسیې پر ضد یې د نورو بندیزونو ګواښ کړی دی.




د دغې ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل ویلي، له روسیې د هغوی له سیاسي مشرانو او هر هغه کس سره باید حساب کتاب وشي چې دغه ریفرنډم او د نړیوالو قوانینو د نقض په نورو پیښو کې لاس لري.


روسیې په اوکرايین کې د بېلتونپالو تر ولکې لاندې سیمې دونیڅک او لوهانسک د دونیڅک د خلکو جمهوریت او د لوهانسک د خلکو جمهوریت په نامه په رسمیت پېژندلي او د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکرايین تر یرغل مخکې یې دغه دوې سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندلې.


د روسیې پخواني ولسمشر دمیتري مدویدېف چې دا مهال د امنیت شورا مرستیال دی، پرون په خپل ټلګرام کې ولیکل، چې په اوکرایين کې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو کې ټولپوښتنې د عدالت تاریخي تامینولو لپاره مهمې دي.




بل‌لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دغه هېواد کې د خپلو پوځیانو د نسبي بسیج په اړه فرمان لاسلیک کړی دی.


د دغه فرمان له مخې به روسیې خپل ریزرف یا ذخیره شوي پوځیان هم د اوکرايین جګړې ته لېږي.


پوتین ویلي، هدف یې د اوکرايین ختیځ کې د دونباس سیمې " ازادول" دي او له کوم ثبوت پرته یې ادعا وکړه چې د دغې سیمې ډېر خلک نه‌غواړي چې بیرته د اوکراین تر "یوغ" لاندې ژوند وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса