Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

نړیوال کرکټ کپ: زمبابوې ايرلېنډ او سکاټلېنډ ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه

0
د شل اووریزه کرکټ نړيوال کپ په دوهمه ورځ، د اکتوبر په ۱۷مه، سکاټلېنډ ویسټ انډيز او زيمبابوې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه.

د اسټرېليا په هوبارټ‌کې، سکاټلېنډ لومړی بېټيننګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۰ رنزونه جوړ کړل. ویسټ انډيز دا هدف پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي یې د ۱۱۸ رنزونو په جوړولو سره په ۱۹م اوور کې اوټ شول. په دې ډول یې دا سیالي په ۴۲ رنزونو وبایلله.


په دوهمه سیالۍ کې زمبابوې د لومړي بيټينګ په کولو سره په ۲۰ اوورنو کې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۷۴ منډې جوړې کړي. خو د ایرلېنډ لوبډلې په ۲۰ اوورنو کې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو يوازې ۱۴۳ منډې جوړې کړای شوې.




دا د کرکټ نړيوال کپ لومړۍ مرحله ده. د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټرالیا کې د نړیوال جام د لومړي پړاو په دغو سیاليوو کې د سري لنکا، وېسټ انډیز، نمېبیا، نېدرلینډز (هالینډ)، متحده عربي امارات، زېمبابوې، سکاټلینډ او ایرلینډ لوبډلې شاملې دي . دوی د جام الف او ب ګروپونو ته د لارې موندلو په تکل دي.


د اکتوبر په ۱۶مه د دې جام په لومړۍ سیالۍ کې نمېبیا سري لنکا ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه. د سري لنکا لوبډلې د لومړي پړاو په سیالۍ کې د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د نمېبیا لوبډله بیټېنګ کولو ته وروبلله. نمېبیا په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۳ منډې وکړې. د نمېبیا له خوا یان فرېلېنک ۴۴ منډې وکړې.


د سري لنکا لوبډله د ۱۶۴ منډو هدف په ترلاسه کولو کې بریالۍ نه شوه او په ۱۹م اوور کې یې ټول لوبغاړي د ۱۰۸ منډو په جوړولو، اوټ شول.


د کرکټ شل اوریز نړیوال کپ پایلوبه به د نومبر پر ۱۳مه کېږي. د اکتوبر په ۱۷مه، په شويو تمريني سیاليو کې هند له اسټرېليا، انګلېنډ له پاکستان، افغانستان له بنګله دېش او جنوبي افریقې له نيوزيلېنډ وګټله.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса