Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د کرکټ نړيوال کپ دوهمه ورځ: سکاټلېنډ ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه

0
د شل اووریزه کرکټ نړيوال کپ په دوهمه ورځ، د اکتوبر په ۱۷مه، سکاټلېنډ ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه.

د اسټرېليا په هوبارټ‌کې، سکاټلېنډ لومړی بېټيننګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۰ رنزونه جوړ کړل. ویسټ انډيز دا هدف پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي یې د ۱۱۸ رنزونو په جوړولو سره په ۱۹م اوور کې اوټ شول. 


دا د کرکټ نړيوال کپ لومړۍ مرحله ده. د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټرالیا کې د نړیوال جام د لومړي پړاو په دغو سیاليوو کې د سري لنکا، وېسټ انډیز، نمېبیا، نېدرلینډز (هالینډ)، متحده عربي امارات، زېمبابوې، سکاټلینډ او ایرلینډ لوبډلې شاملې دي . دوی د جام الف او ب ګروپونو ته د لارې موندلو په تکل دي.


د اکتوبر په ۱۶مه د دې جام په لومړۍ سیالۍ کې نمېبیا سري لنکا ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه. د سري لنکا لوبډلې د لومړي پړاو په سیالۍ کې د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د نمېبیا لوبډله بیټېنګ کولو ته وروبلله. نمېبیا په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۳ منډې وکړې. د نمېبیا له خوا یان فرېلېنک ۴۴ منډې وکړې.


د سري لنکا لوبډله د ۱۶۴ منډو هدف په ترلاسه کولو کې بریالۍ نه شوه او په ۱۹م اوور کې یې ټول لوبغاړي د ۱۰۸ منډو په جوړولو، اوټ شول.


د کرکټ شل اوریز نړیوال کپ پای لوبه به د نومبر پر ۱۳مه کېږي.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса