Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

سمنګان کې چاودنې ته د توماس وېسټ غبرګون: هر افغان ماشوم د زده‌کړې حق لري

0
د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په سمنګان کې د مدرسې دننه پرونۍ چاونه وغندله او ویې ویل چې، هر ماشوم افغان دا حق لري چې له ویرې او ترهې پرته زده‌کړه وکړي.


ښاغلي وېسټ زیاته کړه چې هېواد یې په دې چاودنه کې د یو شمېر ماشومانو وژنه محکوموي.


ده تېره شپه په ټویټر کې ولیکل چې پر ملکیانو برید په عقل نه جوړیږي.


د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق( یونېسف) هم په ټویټر کې لیکلي دي چې پر ماشومانو دې چاودنې حیرانه کړی دی.


د سمنګان په مرکز ایبک کې پرون د مدرسې دننه چاودنه وشوه چې د ځینو لوېدیځو رسنیو په وینا د تلفاتو شمیر یې نژدې شلو ته رسیږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса