Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

اوکرایني چارواکي: دونیڅک کې سختې نښتې شوي

0
اوکرایني ځواکونو په ختیځ کې د ډونیڅک په سیمه کې سختې جګړې کړي دي.


دا خبره د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن کړې او زیاته کړې یې ده چې روسانو د اوکراین په سویل خرسون کې خپلې دفاعي کرښې قوي کړي او د دې ښار پر مرکز يې د توغندیو ورولو ته دوام ورکړی.



خرسون تېره میاشت اوکرایني ځواکونو له روسانو بېرته نیولی و.


بل خوا په اوکراین کې تخنیکي اینجنران هڅه کوي څو وکولی شي د روسیې د بمباریو په پایله کې پرچاو شوې برښنا بېرته فعاله کړي.


د روسیې پرلپسې بمباریو په اوکراین کې میلونونه اوکراینیان د ساړه ژمي په درشل کې بې برښنا کړي.



د اکراین لوی درستیز وویل؛ په دنباس کې چېرته چې روسان هڅه کوي په جګړه کې برلاسی ولري د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.



هغه زیاته کړه، د روسیې توپچي د اوکرایني ځواکونو پوستې او څو ښارګوټي یې په نښه کړي دي.



لوی درستیز وايي روسي ځواکونو د لیمان ښار ته نژدې دفاعي کرښې جوړې کړي دي او تازه مهمات هلته ځای پر ځای کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса