کندهار کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو زیاتوالی
هره ورځ په خوارځواکۍ اخته ۱۰ تر ۱۵ ماشومان د کندهار میرویس روغتون کې بستر کېږي، د دغو ماشومانو کورنۍ وايي چې د بېوزلۍ له امله نهدي توانېدلي خپلو ماشومانو ته سم او پوره خواړه ورکړي، نو ځکهیې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي.
د دغه روغتون مسؤلین وايي چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.
