Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

بلېنکن: روسيه اوکراين کې د جګړې ختمولو لپاره خبرو ته لېوالتيا نه‌لري

0
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن داسې کومه نښه نه ګوري چې مسکو دې په اوکراین کې د روانې جګړې د ختمېدو لپاره خبرو ته لېوالتیا ولري.


انتوني بلېنکن پرون د امریکا CBS نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، روسیه بامفهومې ډیپلوماسۍ ته لېواله نه‌ده.


د ده په وینا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین د جګړې په ډګرونو کې له شاتګونو وروسته خپل تاکتیکونه بدل کړي دي.


په وروستیو اوونیو کې د روسیې پوځ په اوکراین کې پر اساسي پروژو پر حملو تمرکز کړی او د دونیڅک سیمې په باخموت ښار کې یې پوځي عملیات شدید کړي دي.


روسیې دغه راز د اوکراین د خرسون ښار پر ځینو ساحو چې تېره میاشت د روسیې تر ۸ میاشتني اشغال وروسته د اوکراین د پوځ له‌خوا بېرته نیول شوي، د توغندیو حملې کړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса