Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

افغانستان ته د ۴۰ ميليونه ډالرو نغدي مرستو بله کڅوړه هم ورسېده

0
د افغانستان بانک، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان وکړ چې د نغدو پیسو د مرستو په دوام کې نن (دوشنبه) ۴۰ میلیون ډالره نورې کابل ته ورسېدې.


د دغه بانک د خبرپاڼې له‌مخې، دا پیسې هم د مخکنیو هغو په شان د افغانستان یوه خصوصي بانک ته وسپارل شوې.


د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې د دغه خصوصي بانک نوم نه‌دی یاد شوی.


د افغانستان بانک وايي، تېره اوونۍ هم کابل ته ۴۰ میلیون ډالره رسېدلې وو چې ورسره د افغانستان د بهرنیو اسعارو زېرمه یو نیم میلیارد ډالرو ته ورسېده.


دا پیسې له هغو جلا دي چې له افغانستانه دباندې زېرمه یا کنګل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса